د دی جګړو له لاسه
حفیظ الله خالد
* * *
* * *
نور دی جګړو له لاسه
هر یوانسان ستړی دی
هلته زموږ وطن کی
هر یوافغان ستړی دی
ا نسان لا پریږده چې نن
ځمکه آسمان ستړي دي
د دی اوږده ناورین نه
وخت اوزمان ستړی دی
ګلان په اور کی سیزي
چمن بوستان ستړی دی
ځای هدیرو که نسته
غراو بیابان ستړی دی
مه وړې ماشی ته نورلاس
بس کړې روان جنګونه
په کلیومه شیندی اور
مه ورانوۍ کورونه
چی دی جګړو له لاسه
له دی قتلو له لاسه
نن هر افغان ستړی دی
هر یو انسان ستړی دی
* * *
No comments:
Post a Comment