Wednesday 17 February 2010

د اجمل خټک فیصله

Ajmal Khattak's Decision

Ajmal Khattak (September 1925 - February 2010) was an activist, poet, politician and close friend of Khan Abdul Wali Khan. In his youth, Ajmal Khattak was influenced by Bacha Khan's philosophy of non-violence and social work. This led him to join the Khudai Khidmatgar and later the National Awami Party. His recent death leaves a gap in moden Pashtoon political and literary thought. May Ajmal Khattak Baba rest in Allah's peace.

The poem here فیصله Faisala (Decision) is one of many works from the compilation دغیرت چغه Da Ghairat Chagha (The Cry of Valour).

Tor_Khan تور خان

فیصله
نه په ثواب نه په ګناه یمه بس
Na pa sawaab, na pa guna yama, bas
Not for blessing, not for sin am I, just

نه په ژړا نه په خندا یمه بس
Na pa jara, na pa khanda yama, bas
Not for sorrow, not for joy am I, just

اول خوستا په مخ کې هیڅ نه یمه
Awal khu sta pa makhki hiss na yama
Firstly, before you am I nothing

اوکه څه یمه نود ستا یمه بس
Aw ka sa yama no da sta yama, bas
And if I am anything, then I am yours, just.


اجمل خټک

2 comments:

  1. تور خانه وروره سلامونه

    اول خپل ځان معرفي کول غواړم۔
    زما نوم فيروز افريدے دے او زه په قطر کښې د ژوند شپې ورځي سبا کوم۔

    شعر او شاعري او پښتو ادب سره مې مينه ده او د دې د ودې د پاره تر خپله وسه کار کوم۔
    زما يو څو کتابونه خپاره شوي دي او د نورو نادارو شاعرانو کتابونه هم وخت په وخت چاپوم،او خپروم۔

    سږ کال مې پينځه کتابونه چاپ کړل او دا ټول مصرف ئې ما په خپل ځان منلې دے۔
    پرته له کتابونو زه يوه مجله هم د پېښور نه خپروم چې دوئيمه ګڼه ئې اوس اوس د چاپ څخه راوتلې ده۔

    د پېښور په نوم مجلې نه مخکښې ما د دستار په نوم مجله هم ۴ کاله خپاره کړه خو په هغې کښې راسره نور ملګري هم شريک وو۔
    دا مجله پېښور"ُرول ما د يو څو قلمي همکارانو په مرسته په خپل مصرف پئيل کړې ده او زه هيله لرم چې ستاسو غوندې ليکوالان ملګري به راسره پوره پوره قلمي او مالي کمک کوي۔



    اوس د روشن خان تذکره نومې کتاب چې د پښتنو تاريخ په اردو ژبه کښې ليکلې شوې دے ،پښتو ژباړه چاپ له تياروم او په هغې زما مصرف تقريبا ۲ لاکه پاکستاني رادرومي۔

    چون زما په سر نور هم ډير کارونه دي او د هغې پوره کول هم زما ذم واري ده نو که تاسو يا ستاسو ملګري غواړئ نو يوه ډير ه غوره مشوره درته درکوم او هغه دا چې دا پاس کوم کتاب د غيرت چغه د اجمل بابا ارزښتناک شعري تصنيف تاسو خوندي کړې دے، انګليسي ژباړه د ډاکټر مرحوم شير زما طائيزي له اړخه چاپول هم يو بيخي ارزښتناک کار دے۔

    دکتاب مسوده چې د چا په لاس کښې وه ،هغه په عام کاغذ او شکل کښې چاپول غاښتل خو ما منع کړو او ورته مې اوئيل چې د کتاب ژابړه باندې ستر پوهان ارواښاد شير زمان طايزي صيب ډير وخت برباد کړې دے او د هغۀ دا زيار د ټول پښتون قام له پاره يوه لويه سرمايه ده ۔

    ما هغه له اوئيل چې اول خو به دا کتاب زه خپلو ملګرو ته اوائيم چې ستاسو او مونږ ټولو له پاره ئې چاپ کړي او که بيا ونه شوه نو زه به ورته غاړه کيږدم۔

    که تاسې يا ستاسې ملګري دا کار په غاړه واخلي نو د پښټون قام د پاره به د دوئي له اړخه لويه برخه وي او نوم به ئې ټول عمر د پښتون قام په تاريخ کښې ثبت وي
    په کتاب ټول مصف ۴۰ زره کلدارې رادرومي او دا په ډيره ښۀ او ساهو انګليسئ کښې ژابړل شوې دے۔

    هيله لرم چې زما په خبرو به دې سر خلاص شوې وي۔
    ستاسو د ځواب په طمع
    فيروز افريدي
    قطر

    ReplyDelete
  2. ټولو نه مخکښې زما دی طرف نه ډير ډير سلامونه -

    اُميد لرم چي تاسو روغ او خشحال به يي - زما په بلاګ کښې ستاسو د کامينټ ډيره مننه - په اسل کښې زه د پښتو ژبه څه ماهر شخصیت نه یم - بس یو ډیر معمولی سړی یم - په اِنګلینډ کی زيږيدلی/لوی شوې یم او زما په پښتو لیک کښې لږ شان کمزوري ده - زما سکولنګ/تعلیم نن پوری په انګریزی ژبه کښې تیر شوې دی -

    په ټول ژوند کښی ما په پاکستان کښی ۸/۹ هفتي ایستلي دې - ده لږ ډیر چي په پښتو کښی لیک کوم نو ده زما لږ شان کوشش دی - که چیرته په خبرو کښې څه غلطي وي نو بخښننه غورم -

    زه په دی خبره ډیر خوشحله یم چي تاسو د پښتو ادبي کلتور سره دُومره مینه لرئ او وسره خدمت کوی - خدای تعلی دي کامیاب لری - اَمین -

    چیرته د کتابونه چاپ کولو خبره ده نو زه خو څه غټ تجارتی سړی نه یم خو وړوکی ډونیشن کولی شم انشالله - چی څومره طاقت کولی شم نو زه مرسته ته تیار یم -

    رابطه کوو که په دی خبره موافق یی -

    تور خان

    ReplyDelete

Related Posts Plugin for WordPress, Blogger...