Monday 12 March 2012

جنګونه ودروئ

 جنګونه ودروئ
* * *

ای د جنګ غاړو دا روان جنګــــــــــــونه ودروئ
دا د افغــــــــان په وینو ډک سینــــــــدونه ودروئ

ترڅـــــــــــوبه هره ورځ روانې جنــــــــازې وي دلته
د خـــــــــــدای په پار دا ناروا قتلــــــــونه ودروئ

ولې دبل په لمســون خپل ښکلی وطن ورانوئ؟
په خپل وطـــــــن کې د جګـــــړې اورونه و دروئ

د کونډو رنډو یتیمانو غږ اسمــــــــــــــــان ته رسي
نور مو په کليــــــــــــــــــو راروان بمـــونــــه ودروئ

زمـــــــــوږ د خاورې هر قـدم په هــدیرو ډک سوی
بس کړئ ، وطن کې په هر کور غمــــــونه ودروئ

تر څو به دا وطن سوزیږي د جـــــــګړو په اورکې
جنـــــګونــــــــه ودروئ دا مـــرګــــــــــونــه ودروئ

د وطن مــــــــــوردی چې ځوریږي دبچو په ویرکې
نور دې ویرجنې وطــــــــــــن مور دردونه ودروئ

* * *
حفیظ الله خالد
ویانا / ۷ /۹/ ۲۰۱۰

No comments:

Post a Comment

Related Posts Plugin for WordPress, Blogger...