Sunday 30 March 2014

د مور دعا

د مور دعا

ماته وغواړه مورجــــانی مغفـــــرت
چې نصیب می ستا دعا شې هم رحمت
ته دعـــــــا د زړه دکــــومی راته وکړه
ستا دعا کې دی د ټول جـــــهان طاقت
اوس زه ستا د دعا ګانو ډیر محـتاج یم
ځکه ستا دپښــــو  دلاندی دې جــــنت
ته ځـولۍ د رحـــمتونو راخــوره کــړه
ستا ځولۍ کې دي دنــیا او اخـــــــرت
که هر څو زه ستا نه ځاراوصدقه شم
در به نه کړای شم بدل ستا دزحــمت
زه عادل ستا دعا په طمع ناســـت یم
چې محروم نه شم له دغه لوي نعمت

Original Post: Nasim Shah 
Photograph: Samsung Galaxy S4
Tor_Khan تور خان

No comments:

Post a Comment

Related Posts Plugin for WordPress, Blogger...