Sunday 4 May 2014

د اسرار اتل غزل

دا چې په جرګو دى راولم جـــــــــــــــانانه
راشه په پښتو دى راولم جـــــــــــــــــانانه
دا ځلې اختر به سره يو ځـــــــــــــــــاى وي
كلي ته په شپو دى راولم جـــــــــــــــــانانه
راشه په پښتو دى راولم جــــــــــــــــــانانه
زړه مي يې په ژوند مې كورته نـه راتلى
ساه مي يې په تلو دې راولم جـــــــــانانه
راشه په پښتو دى راولم جــــــــــــــــــانانه
بيا د چا غمونو تښتولــــــــــــــــــــــى يـــې
خوبه په ګولو دى راولم جـــــــــــــــــــانانه
راشه په پښتو دى راولم جــــــــــــــــــانانه
داسى يې اتله راته ويــــــــــــــــــــــــلې دي
شور له د بنګړو دى راولم جــــــــــــــانانه
راشه په پښتو دى راولم جـــــــــــــــــانانه
راشه په پښتو دى راولم جـــــــــــــــــانانه

 اسرار اتل

1 comment:

Related Posts Plugin for WordPress, Blogger...