Sunday 21 October 2012

ملالې تا خو لر او بر وژړو

Dedicated to Malala Yousafzai 


ملالې تا خو لر او بر وژړو
هم دې شمساد هم
دې خیبر وژړو
یه د هلک په وار پیدا ملالې
نن د افغان هر ټبر دې وژړو
د پښتونخوا هر بوټی ګل خپه دی
تا خو د ګرد وطن هر غر وژړو
ستا د قلم زوره نن خبر شو
د تور تمیانو دی لښکر وژړو
مئندې زامن نه، لوڼې غواړي
نجوني خو ژاړي تا هر نر وژړو
کاش د ضیا په ځای کي زما لورکئ وی
د وطنپال خو د
ې ځیګر وژړو

http://www.facebook.com/watan.pal

No comments:

Post a Comment

Related Posts Plugin for WordPress, Blogger...